د زېمبابوې د جمهور رئیس رابرټ موګابه افتخاري لقب لغوه شوی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دغه سازمان د ښه نیت د سفیر په توګه د زېمبابوې د جمهور رئیس رابرټ موګابه افتخاري لقب‌یې لغوه کړی دی.

د دې سازمان رئیس تیدروس ګیبري "Tedros Adhanom" وویل، موګابه ته د ښه نیت د سفیر د لقب د ورکړې په خاطر د بشري حقونو مدافع ډلو تُند عکس‌العمل ښودلی و.

تیدروس پرون په یوه بیان کې وویل د همدغو عکس‌العملونو په نتیجه کې یې پرېکړه وکړه چې له موګابه دا لقب واخلي.

لوېدیځ هېوادونه ۹۳ کلن موګابه د زېمبابوې د بد اقتصاد لامل بولي او په ۳۷ کلنۍ واکمنۍ کې یې د بشري حقونو په سرغړونو تورنوي.