د پېښور پولیس وايي، د یوه نرښځي جسد يې موندلی چې د شکجنې نښې ورباندې ليدل کېږي.
دا په پاکستان کې پر نرښځیانو تر ټولو تازه حمله ده.
دپېښور د پولیسو یوه چارواکي، ساجد خان وویل چې دا جسد پرون شنبه ناوخته، د اورسک لارې ته نېږدې، د عاشق اباد په سیمه کې موندل شوی دی.
خان ویلي چې پر جسد درې ورځې تېرې شوې، د قرباني هویت نه دی څرګند شوی او د پېژندلو لپاره به یې "ډي . ان. اې" معاینه وشي او د ګوتو نښانونه یې اخېستل شوي دي.
په پاکستان کې وروستۍ سرشمېرنې څرګنده کړې چې په هغه هېواد کې تر لس زره او څلور سوه زیات نرښځیان ژوند کوي.
په پاکستان کې د نرښځیانو دحقونو د اعادې لپاره له هڅو سره هم، له هغوی سره له تبعیضه ډک چلند کېږي او حتی جسم فروشۍ ته مجبورېږي.