د ازادې اروپا راډیو او ازادي راډیو مشرتابه په اوکراین کې د خپل یوه خبریال د وېرولو هڅه غندلې او ویلي يې دي، دا کار په اوکراین کې د څېړنیزو راپورونو جوړونکو ته د ګواښونو او د هغوی د ځورونې د لړۍ یوه برخه ګڼي.
دې ادارې پرون شنبه په دې اړه یو بیان خپور کړ او ویې ویل چې نا څرګندو کسانو له څو ورځو راهیسې په اوکراین کې د هغوی خبریال الکساندر چورنووالوف تعقیبوي.
الکساندر چورنووالوف د ازادې اروپا د اوکرایني برخې لپاره د سکیمس په نوم یو پروګرام جوړوي چې د ښه څېړنیز ژورنالیزم په ارتباط یې جایزې هم ګټلې دي.
د ازادې اروپا راډیو او ازادي راډیو مشر توماس کېنت په دې ډول د خبریالانو ځورونه چې د مطبوعاتو ازادۍ ته د اوکراین پر نړیوال تعهد تېری کوي او ژورنالیستان له خطر سره مخامخ کوي، غندلې ده.