په روسیه کې د رژیم سیاسي مخالف، الکسي ناوالني له زندانه خوشې شو

په روسیه کې د رژیم سیاسي مخالف، الکسي ناوالني نن یکشنبه له زندانه خوشې شو.

د روسیې محکمې د اکټوبر په ۷مه، پر الکسي ناوالني په مکرر ډول له قانونه د سرغړونې په جرم د ۲۰ ورځو زندان حکم وکړ.

ناوالني د مسکو په جنوب کې له یوه توقیف ځایه خوشې شوی دی.

د ناوالني یوې ویاندې ویلي چې الکسي ناوالني به نن یکشنبه د روسیې په جنوبي ښار استرا خان کې په یوه لاریون کې چې اجازه‌یې اخیستل شوې، خپلو پلویانو ته وینا وکړي.

استرا خان د مسکو د جنوب ختیځ په ۱۳ سوه کېلو مترۍ کې، د کسپین سمندرګي ته نږدې پروت دی.

الکسي ناوالني ویلي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به د روسیې جمهوري ریاست ته ځان کاندید کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین تر اوسه، رسماً د خپلې کاندیدۍ اعلان نه‌دی کړی، خو داسې ګڼل کېږي چې د جمهوري ریاست څلورمې دورې ته به هم کاندید شي.