د جاپان د رأیو ابتدایي پایلې وایي چې د شین زو ابې ګوند مخکې دی

په جاپان کې د رأیو په ابتدايي پایلو کې څرګنده شوې چې د صدراعظم شېن زو ابې حاکم ګوند، د ستر بري په حال کې دی.

یوې نظرپوښتنې څرګنده کړې چې د شین زو ابې د لبرال ډموکرات ګوند په مشرۍ ائتلاف ښايي د پارلمان ۳۱۱ چوکۍ وګټي او د استازو په مجلس کې مطلق اکثریت به وساتي.

شین زو ابې د اکثریت ګټلو ته اړتیا لري، ځکه غواړي چې په جاپان کې تر جګړې وروسته په جوړ شوي اساسي قانون کې بدلون راولي.