ډېرو لوېدیځو رسنیو په خپلو نننیو ګڼو کې په کابل او غور کې پر جوماتونو د جمعې شپې د خونړیو بریدونو په اړه تبصرې لیکلې دي.
ګارډین ورځپاڼي په خپله یوه مقاله کې لیکلي، د طالبانو تحرکاتو ته په کتو په افغانستان کې د امریکا جګړه نهبریالۍ کېږي.
ورځپاڼې په یوه ورځ د دوو پیښو یادونه کړې چې په کابل او غور کې په یوه شپه نږدې ۹۰ تنه وژل شوي دي.
د ګارډین په لیکنه په افغانستان کې دغه خونړي بریدونه داسې مهال کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جګړه پراخه کړي.
ګارډین په کابل کې د امام زمان په نوم جومات کې د وروستي برید په اړه لیکي، د افغانستان شیعه مذهبي د تېر کال دوبي راهیسې چې د داعش وسلهوالو لهخوا پر دوی بریدونه ډېر شوي، ځانونه خوندي نهګڼي.
- ډېلي ټلبګراف
ډېلي ټلېګراف ورځپاڼه لیکي چې افغانستان د جمعې په ماښام په کابل او غور کې په بریدونو سره یوه ډېره خونړۍ اوونۍ تېره کړه.
دغې ورځپاڼې د افغان ولسمشر هغه څرګندونې هم راخیستي چې د یوې اعلامیې په خپرولو سرهیې ویلي، هغه ترورېستان به چې په هر مذهب او قوم پورې تړلي افغانان په نښه کوي، لهمنځه یوسي.
ډېلي ټلېګراف د امام زمان جومات د پېښې د یوه عیني شاهد خبرې هم راخیستې دي چې وایي، دغه جومات له ښځینه او نارینه عبادت کوونکو ډک وو چې پېښه وشوه.
د علي محمد په خبره دا چاودنه دومره زوروره وه چې د لیرې سیمو ښیښې یې هم ماتې کړې.
ډېلي ټلېګراف دغهراز د شیعه مېشتو سیمو د اوسېدونکو له قوله لیکلي چې وایي، په کابل او هرات کې پر شیعه عبادت کوونکو تر بریدونو وروسته د کابل په جوماتونو کې د عبادت کوونکو شمېر یو په درېیمه کم شوی دی.
- واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوست هم د کابل د جمعې د شپې پر خونړي برید تبصره لیکلې او وایې چې طالبانو په تېره اوونۍ کې په افغانستان کې لسګونه کسان ووژل.
ورځپاڼې په کابل کې د یوه شیعه مشر عبدالحسین ناصري له قوله لیکي چې وایي، په افغانستان کې د شیعه مذهبو د جوماتونو د امنیت لپاره لا نور امنیتي تدابیر په کار دي.
واشنګټن پوسټ دې ټکي ته هم اشاره کړې چې په کابل کې د شیعه مذهبو جومات داسې مهال په نښه شوی چې په عین وخت کې په غور کې د سنيانو پر جومات برید وشو.
داعش وسلهوالو د کابل د برید مسؤلیت منلی دی، خو تر اوسه د غور د برید مسؤلیت چا نهدی منلی.