خوګیاڼی: په ننګرهار کې د داعش ډلې قوماندان ابو طاهر باجوړی وژل شوی

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې یو قوماندان، ابو طاهر باجوړی له خپلو ۱۰ وسله‌والو سره وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي وویل، د افغانستان امنیتي ځواکونو د جمعې په شپه په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات کړي دي.

د خوګیاڼي په وینا، ابو طاهر باجوړی په خټه پاکستانی و.

هغه وویل، امنیتي ځواکونه په دوامدار ډول د داعشیانو پر ضد عملیات کوي، خو د پولې له پورې غاړې نور وسله‌وال ورته راستول کېږي.

عطالله خوګیاڼي وویل:

"د سرحدي سیمو شتون د دې سبب دی چې په ننګرهار کې څومره داعشیان وژل کېږي، تر هغه شمېر کم یا زیات په ننګرهار کې فعالیت پیلوي."

افغان چارواکو او د ناټو قوماندانۍ مخکې ویلي و چې د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه به په افغانستان کې د داعش د څانګې، د خراسان ولایت د وسله‌والو فعالیت ختم شي.