د اسپانیې به بېلتون غوښتونکې سیمه، کاتالونیا کې د مظاهرهچیانو ډلې یو وار بیا لارو او کوڅو ته راوتلې دي.
د اسپانیې صدراعظم ماریانو رخوي پرون شنبه اعلان وکړ چې د کاتالونیا د سیمهییز حکومت مشران له دندو لیرې کوي او دا سیمه په مستقیم ډول تر خپل امر لاندې کوي.
ماریانو رخوي وویل:
"حکومت مجبور شو چې د اساسي قانون ۱۵۵ ماده عملي کړي، دا زموږ غوښتنه نهوه، موږ د داسې کار نیت هم نهدرلود، دا مسئله هېڅ وخت داسې نهوه او زما په فکر، د اسپانیې خلک پوهېږي."
د کاتالونیا د پلازمېنې، بارسلونا پولیس وايي چې څلورنیم لکه کسانو پرون په دې ښار کې اعتراضي لاریون وکړ، د "ازادي " او "خپلواکۍ" نارې یې وهلې او د کاتالونیا د بېلتون غوښتونکو بېرغونهیې رپول.
د صدراعظم رخوي د پلان پر اساس به د کاتالونیا سیمهییز ولسمشر کارلس پوجدیمونت او د هغه اجرائیه رئیس چې د اکټوبر په لومړۍ نېټهيې د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنه ترسره کړه، له واکه لیرې شي.
د کاتالونیا د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنه چې د اکټوبر په لومړۍ نېټه وشوه، په وروستیو څلورو لسیزو کې په اسپانیه کې تر ټولو ستر سیاسي کړکېچ رامنځته کړی دی.