نن شنبه د جرمني په جنوبي ښار مونشن کې وروسته له هغو خلکو ته د خوندیتوب خبرداری ورکړل شوی چې دغلته یوه کس څلور تنه په چاړه ټپیان کړل او دغه بریدګر د دوو نورو د ټپي کولو هڅه هم وکړه.
څو ساعته وروسته یو مشکوک کس د پولیسو له خوا نیول شوی او دا مهال چارواکي هڅه کوي، تر څو معلومه کړي چې ایا همدا نننی بریدګر و کنه.
پولیسو ویلي، مشکوک بریدګر ۴۰ کلن ښکارېده او یوازې و.
د پولیسو په وینا، تر اوسه د بریدګر د برید د انګېزې په اړه څه نه شي ویلی چې ولې یې پر خلکو د چاقو ګوزارونه کړي.