د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته ماته ورکړه

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه.

د لوبې پچه سریلانکايي لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې ټوله لوبډله د لوبې په ۴۵م اوور کې په ۱۷۳ منډو وسوځېده.

په ځواب کې پاکستانۍ لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۳۹ اورونو کې د درېیو وایکټو په زیان سره پوره کړ چې له دې سره یې د روانو پنځو یو ورځنیو لوبو په سریز کې ۴ ـ۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.

ټاکل شوې چې د دغو سیالیو وروستۍ لوبه د اکټوبر په ۲۳ مه په شارجه کې ترسره شي.