د سوریې ډموکراټ ځواکونه له داعشه د رقې ښار نیول تاریخي بریا بولي

په سوریه کې د سوریې ډموکراټو ځواکونو چې امریکا یې ملاتړ کوي، له داعش څخه د رقې ښار په بشپړه توګه نیول یوه تاریخي بریا بللې ده او ویلي یې دي، ډېر ژر به واک یوې ملکي ادارې ته وسپاري.

رقه په سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش پایتخت بلل کېده.

د سوریې شمالي ښار رقه یو وخت داسې ځای و چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې ترې په ټوله نړۍ کې بریدونه پلانول.

د کردانو په مشرۍ د سوریې ډموکراټو ځواکونو له داعش څخه د دې ښار تر بشپړې نیونې درې ورځې وروسته خپله دا بریا دټول بشریت بریا بللې ده.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د رقې ښار په سلو کې ۸۰ برخه ویجاړه شوې او یا له استوګنې وتلی.

د سوریې ډموکراټ ځواکونه وايي، دوی مخکې له دې چې رقه دغلته یوې ملکي شورا ته وسپاري، په دې ښار کې باید د داعش له خوا ځای پر ځای شوي ماینونه پاک کړي.

د امریکا ملاتړ لرونکو دې ځواکونو ویلي، غواړي په رقه او ټوله سوریه کې فدرالي سیسټم رامنځته کړي، هغه څه چې تر دې مهاله یې په دمشق کې د بشار الاسد حکومت نه مني.