۴ افغان پیلوټانو د بلک هاک هلیکوپټرو روزنیزه دوره پای ته ورسول

د افغانستان د هوايي ځواک څلورو پیلوټانو د پنجشنبې په ورځ د بلک هاګ پوځي هلیکوپټرو په برخه کې روزنیزه دوره پای ته ورسوله او د فراغت سندونه يې ترلاسه کړل.

دې پیلوټانو د امریکا په الباما ایالت کې د فورډ رکر د هوايي زده‌کړو په مرکز کې روزنه ترلاسه کوله.

په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت پوځي اتشې عبد الهادي بارکزي افغان پیلوټانو ته د روزنیزې دورې د فراغت په مراسمو کې وویل د دې پیلوټانو زده کړه به افغان هوايي ځواک پیاوړی کړي.

نوموړي وویل ډېر ژر به د د بلک هاک هلیکوپټرو لپاره د افغان پیلوټانو د دوهمې ډلې روزنه هم پیل شي.

متحده ایالاتو تر راتلونکو ۷ کلونو پورې له افغان هوايي ځواک سره د ۱۵۹ بلک هاک هلیکوپټرو د مرستې ژمنه کړې ده.

د دې هلیکوپټرو لومړنۍ دوه يې د روانې اکتوبر میاشت په لومړۍ اوونۍ کې افغان هوايي ځواک ته وسپارل شوې.