د ګورجستان ولسمشر په اساسي قانون کې تعدیلات توشیح کړل

د ګورجستان ولسمشر ګیورګي مارګویلاشویلي پرون یې په بې مېلۍ سره د دې هېواد په اساسي قانون کې تعدیلات توشیح کړل.

نوموړي لس ورځې وړاندې د دې تعدیلاتو طرحه چې په ګورجستان کې پارلماني نظام ته لاره پرانیزي، رد کړې وه.

مارګویلاشویلي وویل د دې تعدیلاتو توشیح کول ورته سخت کار و.

د ګورجستان پارلمان شااوخوا یوه میاشت وړاندې دا تعدیلات تصویب کړي دي.