د عراق دولتي پوځيانو له پېشمرګه جنګياليو سره نن جمعه جګړه وکړه

د عراق دولتي پوځيانو د کُردانو له پېشمرګه جنګياليو سره نن جګړه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د عراق دولتي ځواکونه هڅه کوي د عراق د شمال په دغو سيمو کې چې کرد جنګياليو له داعش ډلې نيولي، ځاى پرځاى شي.

دغه شخړه د کرکوک ولايت شمالي ښارګوټي التون کوپرو ته څېرمه پر يوه مهمه لويه لار چې د اربيل د جنوب په ٥٠ کيلومترۍ کې پرته ده، شوې ده. اربيل د عراقي کردانو د کورواکې سيمې مرکز دى.

دا جګړه په داسې حال کې کېږي چې درې اوونۍ مخکې د کردانو په کورواکې سيمه کې د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنه وشوه، چې بغداد غيرقانوني بللې ده.

په کرکوک او نورو لانجمنو کردمېشتو ساحو کې د سپټمبر د ٢٥مې دټولپوښتنې ډېرى برخوالو له عراق څخه د جلا کېدو په پلوي رايه ورکړه.

د عراق صدراعظم حيدر العبادي ويلي، عراقي ځواکونه د دغه هېواد د ساتنې لپاره د عراق د شماللانجمنو سيمو ته ځي.