لاوروف: د توغنديو د مخنيوي تړون، ولاړ حالت سره مخامخ شوى

د روسيې د بهرنيو چارو وزير وايي، نړۍ بايد د روسيې او د امريکا متحدو ايالتونو ترمنځ پر ستراتيژيک ثبات له خبرو اترو د پام وړ نتيجو تمه ونه لري.

سرګي لاوروف نن په مسکو کې يوه کنفرانس ته په وينا کې وويل، د منځني واټن اټمي توغنديو د مخنيوي تړون، په ټپه درېدلي حالت سره مخامخ شوى دى.

ده يې علت دا وباله چې واشنګټن د خپلو هغو تورونو په اړه وضاحت نه دى ورکړى چې په کې ويل شوي، روسيې له دې تړونه چې په ١٩ سوه اووه اتيايم ميلادي کال کې ورباندې سلا شوې وه، سرغړونه کړې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير وويل، مسکو له دغه تړونه د واشنګټن د احتمالي سرغړونو په اړه خپلې اندېښنې لري.

ده پر واشنګټن تور پورې کړ، چې د خپلو ”بېغوريو“ په اړه يې چوپتيا غوره کړې ده.

تر دې يوه ورځ مخکې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم په ساحلي ښار سوچي کې ورته تورونه ولګول.