غزني چارواکي: اندړ ولسوالۍ کې ٦٩ دولت ضد وسله وال وژل شوي

د غزني ولايت چارواکي وايي، په اندړو ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو له کبله ٦٩ دولت ضد وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د والي وياند محمد عارف نوري نن ازادي راډيو ته وويل، دغه وسله وال چې بهرنيان هم په کې شامل دي، له تېرې شپې راهيسې د پوځي عملياتو له کبله وژل شوي دي.

ده وويل، په وژل شوېو کې د وسله والو ٤ مهم قوماندان هم شامل دي.

د والي وياند وايي، په دغو عملياتو کې ٢ افغان سرتېري هم وژل شوي او ١ ټپي دى.

د غزني ولايت چارواکي وايي، په اندړو ولسوالۍ کې پيل شوي عمليات لا هم ادامه لري.

وسله والو طالبانو بيا په اندړو کې د افغان سرتېرو د وژنې او د ولسوالۍ د محاصرې ادعا کړې ده.