څېړنه: د چاپېريال ککړتيا هرکال لږ تر لږه ٩ میليونه کسان مړه کوي

يوه نوې څېړنه ښيي چې د چاپېريال ککړتيا هرکال لږ تر لږه ٩ میليونه کسان مړه کوي او نږدې ٥ ټرليون ډالره ورباندې مصرفېږي.

دغه څېړنه چې د بريتانيا په طبي ژورنال کې نن خپره شوې وايي، په ٢٠١٥میلادي کال په هر تر وخت مخکې مړينه کې يوه يې ممکن په هوا، اوبو يا خاوره کې له زهرجنو موادو سره ارتباط ولري.

څه هم په دې څېړنه کې د ٩ میليونه انسانانو د مړينې اټکل محافظه کارانه بلل شوى، خو دغه شمېر د ايډز، توبرکلوز او ملاريا له کبله د مړينو د شمېر درې برابره ښوول شوى دى.

دا د خپل ډول له مخې لومړۍ داسې څېړنه ده، چې د هوا، اوبو او خاورې د ککړتيا په سبب پر مړينو شوې ده.