غني: هغه هېوادونه چې خپله بقا د تروريستانو ملاتړ کې ګوري منزوي کېږي

د افغانستان ولسمشر وايي، هغه هېوادونه او افراد چې خپله بقا د تروريستي ډلو په ملاتړ کې ګوري، پوه دې شي چې ځان منزوي کوي.

محمد اشرف غني نن په کابل کې "د ورېښمو لارې د ښاروالانو د دوولسمې غونډې" په پيل کې دا څرګندونې وکړې:

"نن تاسې کابل ته راځئ چې د کرکې، نهيلۍ او تاوتريخوالي تر حملې لاندې دى. دغه شبکې بايد زموږ په پېړۍ کې ځاى ونه لري. هغه افراد او هېوادونه چې خپل دوام د دغو شبکو په ملاتړ کې ګوري، دا پيام دې درک کړي، چې ځان منزوي کوي."

د دې دوه ورځني کنفرانس عمده هدف د ورېښمو لارې د شاملو هېوادو ترمنځ د همکارۍ پراختيا ده، چې د کابل ښاروالۍ په کوربه توب ترسره کېږي.

په دې کنفرانس کې د ترکيې، اسټراليا، ايران، چين او لبنان استازي هم برخه لري.

افغانستان غواړي د ورېښمو لارې د پروژې له طريقه په اقتصادي لحاظ د سيمې له هېوادونو اواروپا سره وصل شي.