موحد: د نشه‎يي توکو د ۱۲ پېښو په تړاو ۱۱ تنه نیول شوي دي

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د نشه‎يي توکو د ۱۲ پېښو په تړاو ۱۱ تنه نیولي دي.

د دې مرکز ویاند خالد موحِد ازادي راډیو ته وویل، دا کسان د کابل، کاپیسا، پکتیکا، ننګرهار، پنجشیر او کونړ ولایتونو کې نيول شوي او دوسیې یې د عدلي او قضايي څېړنو لپاره له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوي دي.

نوموړی وايي:

"په دې پېښو کې ۱۹ کیلو ګرامه هیروئین، ۸۹ کیلوګرامه تاریاک، ۵۳۳ کیلوګرامه چرس او څه اندازه ډالر او کالدارې هم نیول شوي چې دا مهال یې دوسیې په عدلي او قضايي مرکز کې تر څېړنې لاندې دي."

د ښاغلي موحد په وینا په نيول شوېو کسانو کې يوه ښځه او دوه يې نارينه وو چې غوښتل یې ۹۴۱ ګرامه هیروئین د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره هند ته قاچاق کړي.