د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د وسلو د یوې نوې سیالۍ د پیل خبرداری ورکړ او پر متحدو ایالاتو یې تور ولګاوه چې د سړې جګړې د وخت له یوه مهم تړون څخه د تلو هڅه کوي.
ښاغلي پوتین په ساحلي ښار سوچي کې د یوه تحقیقاتي مرکز په غونډه کې چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ګډون پهکې کړی و، د څرګندونو پر مهال وویل، که متحدایالات د منځني او لنډ واټن ویشتونکو توغندیو د مخنیوي له تړون INF څخه ووځي، نو روسیه به هم سمدستي او متناسب غبرګون وښيي.
INF په ۱۹۸۷ کال کې د پخواني شوروي اتحاد د مشر میخاییل ګُرباچوف او د متحد ایالاتو د پخواني ولسمشر رونالډریګن له خوا لاسلیک شو خو وروسته له دې چې واشنګټن په ۲۰۰۴ کال کې مسکو له هغه په سرغړونه تورن کړ، دا تړون تر اوسه له سخت ګواښ سره مخامخ دی.
مسکو دا تور رد کړی او پر واشنګټن یې متقابل تورونه لګولي دي.
ولسمشر پوتین په روسیه کې د امریکايي رسنیو د فعالیت په اړه هم شک څرګند کړ.
له دې مخکې د ار ټي ټلویزیون او سپوتنیک په ګډون ځینو روسي رسنیو ویلي و چې په متحدایالاتو کې د دوی څانګو ته ویل شوي دي چې د یوه نوي قانون له مخې باید راجسټر شي خو د امریکا د عدليې وزارت دا خبره نهده تائید کړې.
ولسمشر پوتین د ځینو روسي چارواکو هغه ویناوې تکرار کړې چې ویلي یې دي، روسیه ښايي د ځوابي اقداماتو په ترڅ کې د CNN ټلویزیون، امریکا غږ او ازادي راډیو په ګډون ځینې امریکايي رسنۍ په نښه کړي.
روسیه ښايي د CNN ټلویزیون، امریکا غږ او ازادي راډیو په ګډون ځینې امریکايي رسنۍ په نښه کړي.
کاناډا هم د متحدایالاتو په څېر له بشري حقونو پر سرغړوونکو روسي اتباعو د بندیز د قانون خپله بڼه تصویب کړه.
د مګنیتسکي مقررې Magnitsky Act په نوم د دې نوي قانون تصویب د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون د روسیي چارواکو سخته غوسه پارولې ده.
دا قانون چې د فاسدو چارواکو له لاسه متضررو کسانو ته د عدالت د مقررې په نوم یادېږي مخکې د کاناډا د پارلمان د دواړو خونو له خوا تصویب شوی و، او پرون نافذ شو.
د دې قانون له مخې پر هغو روسي چارواکو چې له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي د ویزې بندیز لګول کیږي او شتمنۍ یې کنګل کېږي.