پوتین پر امریکا بالتیک کې د پوځي ځواکونو پر یوځای کولو تور ولګاوه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر متحدایالاتو په بالتیک سیمه کې د پوځي ځواکونو د یوځای کولو تور ولګاوه خو ویې ویل چې دا د مسکو لپاره د اندیښنې وړ خبره نه‎ده.

پوتین په ساحلي ښار سوچي کې د روسي او نړیوالو کارپوهانو په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، روسي چارواکي په بالتیک سیمه کې د امریکا او ناټو له پوځي تحرکاتو څخه پوره خبر دي.

متحد ایالاتو او متحدانو یې په وروستیو څو کلونو کې دې سیمې ته د زغره‎وال ځواکونو یو شمېر قطعې استولي دي.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له روسیې سره د کریمیا ضمیمه کول او د اوکراین په ختیځ کې د مسکو لاسوهنې د دې باعث شوې چې د بالتیک هېوادونه د روسیې د نیتونو په اړه شکمن او اندیښمن شي.

امریکايي ځواکونو د بالتیک په ځینو سیمو کې د ټانکونو او توپونو په څېر یو شمېر درنې وسلې هم ځای پرځای کړي دي.

پوتین وویل چې روسیه د لویدیځو هېوادونو پر پوځي ځواکونو څارنه کوي.