د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA مشر وايي، متحد ایالات به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي چې وسلهوال طالبان د سولې خبرو ته کینوي، خو له هغه مخکې پاکستان باید د دې ډلې وسلهوالو ته په خپل قلمرو کې ځای ورنهکړي.
د CIAمشر مایک پامپیو Mike Pompeo پرون په واشنګټن کې د ډیموکراسۍ د دفاع په نوم تحقیقاتي مرکز کې د وینا پر مهال وویل، د سولې خبرې به تر هغه وخته نتیجه ورنهکړي چې طالبان د جګړې په ډګر کې د بریا په تمه وي او د قبایلي سیمو له لارې پاکستان ته تګ-راتګ کوي او هلته پټنځایونه ولري.
د CIAمشر زیاته کړه، که تاریخ زموږ لارښود وي، نو له پاکستانه ډېره لږه تمه کیدای شي چې د تروریستانو پر ضد په مبارزه کې به له امریکا سره همکارۍ ته لېوالتیا ولري.
پامپیو زیاته کړه چې متحدایالات باید د پاکستان د اوسني چال چلند او په دې اړه چې باید څه ډول سلوک غوره کړي، د امریکا د تمې په اړه له اسلام اباد سره جدي خبرې وکړي.
د CIAمشر زیاته کړه چې د دې کار لپاره په پاکستان کې د افراطي ډلو پټنځایونه باید نهوي.
امریکايي چارواکي له ډېرې مودې راهیسې پر پاکستان انتقادونه کوي چې افغان طالبانو، په تېره حقاني شبکې ته یې ځای ورکړی خو پاکستان په پرلهپسې ډول دا تورونه رد کړي دي.