افغان حکومت وايي چې وسلهوالو طالبانو په هوايي حملو کې د درنو تلفاتو له لیدو وروسته د جبههيي جګړو پرځای د ځانمرګو حملو تکتیک غوره کړی.
په روانه اوونۍ کې په پکتیا، کندهار او غزني کې د طالبانو په حملو کې لسګونه افغان سرتیري مړه او ټپیان شول.
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاویدفیصل ازادي راډیو ته وویل چې د افغان پوځ په هوايي حملو کې د ګڼ شمېر وسلهوالو له وژلو وروسته طالبانو خپل تکتیک بدل کړی او د جبههیي جنګ پرځای یې انتحاري حملو ته مخه کړې.
ښاغلي فیصل همدا راز وویل چې حکومت به د سولې لپاره هڅو ته د پخوا په شان دوام ورکړي.