په اسلام اباد کې محکمه د شریف له کورنۍ څېړنې کوي

په اسلام اباد کې د شفافیت او حسابدهۍ محکمې نن د هغه هېواد پخوانی صدراعظم نواز شریف، د هغه لور مریم شریف او زوم محمد صفدر په بهرنیو هېوادونو کې د هغوی د پټو شتمنیو په اړه پوښتنو ته ور وغوښتل.

نواز شریف اوسمهال په لندن کې دی او ښځه یې په روغتون کې بستر ده.

د شریف وکیل د هغه په غیاب کې، له محکمې د خپل موکل لپاره د برات غوښتنه وکړه.

خو د شریف لور او زوم محکمې ته حاضر شول او د پاکۍ ادعا یې وکړه.

د پاکستان پر پخواني صدراعظم نواز شریف او د هغه د کورنۍ پر یو شمېر غړو تېر کال په بهرنیو هېوادونو کې د پټې پانګې درلودلو تور پورې شو.

تېرکال د پانامه پرېس په نوم په افشا شوو اسنادو کې څرګنده شوه چې نواز شریف او د هغه د کورنۍ ځیني غړي په بهرنیو هېوادونو کې شرکتونه لري او له عاید څخه يې په لندن کې کورونه اخیستي دي.