د هسپانیې حکومت د کاتالونیا په اړه بېړنۍ غونډه کوي

د هسپانیې حکومت به د شنبې په ورځ بېړنۍ غونډه وکړي او د کاتالونیا د خودمختارۍ په اړه د قانوني پروسې پر ردولو او مخنیوي به خبرې وکړي.

د هسپانیې د صدراعظم ماریانو رخوي دفتر نن وویل، کابینه به د هغه هېواد د اساسي قانون ۱۵۵مادې پر برحالۍ خبرې وکړي.

دا ماده، د هسپانیې مرکزي حکومت ته صلاحیت ورکوي چې که یوه سیمه له خپلو قانوني مسئولیتونو سره سم چلند نه کوي، په مستقیم ډول یې تر امر لاندې کړي.

د هسپانیې حکومت باید، د هغو اقداماتو په اړه چې په کاتالونیا کې يې عمل کول غواړي، وروستۍ پرېکړه وکړي او درایې ګري لپاره يې سناته واستوي.

د بریتانيې مرکزي حکومت د کاتالونیا سیمه ییز ولسمشر کارلس پوجدمانت ته د نن ورځې ترپایه مهلت ورکړی چې د خپلواکۍ له مبارزې تېر شي خو پوجدمانت ویلي چې که مادرید فشارونو ته دوام ورکړي، د کاتالونیا سیمه ییز پارلمان به د خپلواکۍ لپاره رایې ګیري وکړي.