طالبانو د بلخ په چمتال کې د سیمه‎ییزو پولیسو پر پوستو حملې کړي

وسله‎والو طالبانو د بلخ د چمتال ولسوالۍ په جرکلا سیمه کې د سیمه‎ییزو پولیسو پر يو شمېر پوستو حملې کړي دي.

د بلخ د پولیسو ویاند، شیر جان دُراني نن ازادي راډيو ته وویل چې په جرکلا کې د سیمه‎ییزو پولیسو دوه پوستې وسله‎والو طالبانو نیولي دي.

د دُراني په وینا، په حمله کې د سیمه‎ییزو پولیسو د یوه قوماندان، فدا محمد په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.

د بلخ د پولیسو ویاند، ازادي راډیو ته وویل چې حمله پای ته رسېدلې او د وسله‎والو طالبانو د یوې ډلګۍ مشر عبدالستار هم په حمله کې وژل شوي دې.

وسله‎والو طالبانو په دې اړه لا څه نه‎دي ویلي. د ازادي راډیو خبریال د امنیتي ادارو په حواله وايي چې د چمتال ولسوالۍ زیاتې سیمې د وسله‎والو طالبانو په لاس کې دي.