په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د متحده ایالاتو لار تعقیب کړي او هغه څه ته چې دې په منځني ختیځ کې د ایران تخریبي چلند یاد کړ، ځواب ووایي، نه دا چې ډېر د ۲۰۱۵ کال پر اټمي موافقې تمرکز وکړي.
نوموړې زیاتوي:
"د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې اړه چې ایران د ترهګرۍ او په سیمه کې د جګړو ملاتړ کوي، په مکرر ډول پرېکړهلیکونه تصویب کړي، خو ایران په کراتو-کراتو هغه له پامه غورځولي دي. تر ټولو ناوړه خو لا دا ده چې د ایران رژیم له امنیت شورا سره لوبې ته دوام ورکوي. ایران د هغې ادعا تر شا چې د اټمي موافقې تخنیکي برخهیې مراعات کړې، ځان پټوي او په عین وخت کې په بېړنۍ توګه د خپلو نورو کړو وړو حدود تر پښو لاندې کوي او موږ هم ورته اجازه ورکوو چې دا کار وکړي. دغه حالت باید ختم شي."
پر تهران تور پورې دی چې په یمن، سوریه او لبنان کې ملېشه ډلو ته وسلې ورکوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پروني بحث کې یوازې بریتانیا په ښکاره د ایران په وړاندې د پراخو اقداماتو لپاره د متحده ایالاتو د دې غوښتنې ملاتړ وکړ.