هاګ محکمه د ملادیچ په اړه پرېکړه راتلونکې میاشت اعلانوي

تمه ده چې په هاګ کې د جنګي جرمونو نړیواله محکمه د قوماندان راتکو ملادیچ په اړه خپله پرېکړه راتلونکې میاشت اعلان کړي.

له دې سره به د بوسنیا د دغه صرب قوماندان محکمه چې پنځه کاله پرې تېر شوي دي، پای ته ورسېږي.

محکمې ویلي دي چې د نومبر په ۲۲مه به خپله پرېکړه اعلان کړي.

۷۴ کلن ملادیچ په ۱۱ مواردو کې په ډله‌ییزې وژنې، د بشریت ضد جنایت او جنګي جرمونو تورن دی.

دا تورونه په بوسنیا کې د ۱۹۹۲، او ۱۹۹۵ کلونو د جګړو د وخت دي.

ملادیچ هغه وخت د صربي ځواکونو قوماندن و.

ملادیچ په دې تورن دی چې د ۱۹۹۵م کال په جولای کې تر اته زره ډېر کسان په سربرنیستا کې د ده تر سترګو لاندې وژل شوي دي.