په ننګرهار کې د داعش او طالبانو ترمنځ په جګړه کې پنځه وسلهوال د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون وژل شوي دي.
دا خبره د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وکړه او ویېویل چې دا پېښه پرون د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
دی وايي:
"په دې نښته کې دوه تنه داعش او د طالبانو د قوماندان اسماعیل چې په فواد مشهور و په ګډون ۳ طالبان هم وژل شوي دي."
تر دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د داعشیانو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.