عراقي ځواکونه وایي په نینوا او دیالا ولایتونو کې یې پاتې سیمې نیولي

د عراق حکومتي ځواکونه وایي، په نینوا او دیالا ولایتونو کې هغه سیمې یې نیولې چې وړاندې د کردي ځواکونو تر کنټرول لاندې وې.

د عراق د پوځ په اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي، د عراقي ځواکونو تر رسېدو دمخه پېشمرګه ځواکونه له هغو سیمو وتلي دي.

اعلامیه زیاتوي په نیول شویو سیمو کې د موصل بند، د نینوا په شمال کې د سینجار ښارګوټی او هم د دیالا ایالت خانقین او جلوله ښارګوټي شامل دي.

د روانې اوونۍ په لومړیو کې عراقي سرتېرو او متحدو ملېشو یې کرکوک ښار او د دغه ښار په شمال کې ځیني عمده تأسیسات تر خپل کنټرول لاندې راوستل.

دغه عملیات درې اوونۍ وروسته له هغه کېږي چې د عراق نیمه خپلواکې سیمې کردستان د خپلواکۍ په اړه ټولپوښتنه وکړه.

دغه ټولپوښتنه د بغداد له‌خوا غیر قانوني وبلل شوه.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ویلي دغه عملیات د عراق د یووالي د خوندیتوب لپاره اړین و.

د کردستان سیمه‌ییز مشر مسعود بارزاني د سولې غږ کړی دی، خو ژمنه‌یې کړې چې د کردانو د خپلواکۍ لپاره کار ته به دوام ورکوي.