کابل کې د لومړۍ درجه کرکټ لوبډلو د سیالیو لړۍ پرانیستل شوه

په کابل کې د کرکټ د پنځو زونونو د لومړۍ درجه لوبډلو د څلور ورځنیو سیالیو لړۍ پرانیستل شوه.

د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، لومړۍ لوبه د کابل په الکوزي نړیوال لوبغالي کې د اکټوبر په ۲۰مه د بند امیر او مس عینک لوبډلو ترمنځ کېږي.

ښاغلی هوتک وايي، دغه سیالۍ د کابل، ننګرهار او خوست په ورزشي لوبغالو کې د امو، بُست، مس‎عینک، سپین‎غر او بندامیر لوبډلو ترمنځ کېږي.