ارګ: افغان ځواکونه به د سوله نه‌مننونکو په وړاندې په یوه صف کې شي

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، وسله‌والو مخالفینو ته د افغان حکومت پیغام سوله ده، خو هغه ډلې چې دا پیغام نه‌مني، افغان ځواکونه به‌یې په وړاندې په یوه صف کې ودرېږي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې چې د پکتیا د امنیه قوماندان د جنازې په مراسمو کې چې د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره شول، په ګډون سره د توریالي عبدیاني کارنامې وستایلې.

ولسمشر غني کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې نوموړي ته یوه رتبه ترفیع او کورنۍ ته‌یې یو اپارتمان ورکړي.

د پکتیا امنیه قوماندان پرون وروسته له هغه ووژل شو چې ۱۱ ځانمرګو برید کوونکو د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ ډله‌ییز برید وکړ.

په دغه برید کې پر ښاغلي عبدیاني سربېره ۴۰ تنه ووژل شول او ۱۵۸ تنه ټپیان شول.