ولسي جرګه راتلونکې اوونۍ امنیتي چارواکي ورغواړي

د افغانستان د ولسي جرګې مشر پرېکړه کړې چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان امنیتي چارواکي د هېواد د وروستیو حالاتو په اړه د توضیحاتو د ورکولو لپاره ولسي جرګې ته وروغواړي.

عبدالرؤف ابراهیمي د نن ورځې په عمومي غونډه کې وویل:

"د امنیتي سکټورونو چارواکي مو د راتلونکې اوونۍ په سر کې د شنبې په ورځ رابللي دي. حتماً به زموږ غږ واوري، مخکې له مخکې مکتوبونه ورسېدلي دي."

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته، پاکستان له افغانستان سره د جګړې یو نوی پړاو پیل کړی دی او اوس د دوی په خبره امریکا باید د پاکستان د دغو کړنو په وړاندې اقدام وکړي.

د افغانستان امنیتي چارواکي داسې مهال ولسي جرګې ته وربلل شوي چې تېره ورځ د افغانستان په څلورو ولایتونو کې انتحاري بریدونه او چاودنې وشوې چې ډېری پوځیانو ته په‌کې تلفات واوښتل.