په فراه کې د سوداګریزو جوازونو پروسه برېښنايي شوه

په فراه کې د سوداګریزو جوازونو پروسه برېښنايي شوه.

د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس حشمت نورزي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، تر دې مخکې به افغان سوداګرو د دغه سیسټم د نه‌موجودیت له امله خپل جوازونه له کابل نه اخیستل.

ښاغلی نورزی وايي، دغې پروسې د جواز اخیستلو چارې اسانه کړي او سوداګر کولای شي په ډېر کم وخت کې خپل سوداګریز جوازونه تر لاسه کړي.

د ده په خبره، د جوازونو د ورکړې په چارو کې اسانتیا به خلک پانګونکې او سوداګرۍ ته ډېر لېواله او په یاد ولایت کې به د عوایدو له لوړېدو سره هم مرسته وکړي.