د عراق صدراعظم د دې هېواد په نیمه خپلواکه سیمه کُردستان کې د خپلواکۍ په اړه د تېرې میاشتې ټولپوښتنه "یوه تېره شوې مسئله" بللې او د کُردي مشرانو سرهیې د خبرو اترو غوښتنه کړې.
حیدر العبادي د سې شنبې په ورځ یوه ورځ وروسته له هغې چې عراقي ځواکونه کرکوک ته ورغلل، په یوه خبري غونډه کې وویل:
"ټولپوښتنه یوه پای ته رسېدلې او تېره شوې مسئله ده" او له کُردي مشرانو سرهیې د عراق د اساسي قانون پر بنسټ د خبرو اترو غوښتنه وکړه.
عراقي ځواکونو د کُردستان د خپلواکۍ په اړه له ترسره شوې ټولپوښتنې درې اوونۍ وروسته د کرکوک په شمول د کُردانو تر کنټرول لاندې د ځینو سیمو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.
کُردي پېشمرګه ځواکونو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کرکوک زیاتې برخې ونیولې، د عراق پوځ د سې شنبې په ورځ وویل، پېشمرګه ځواکونه له مقاومت پرته له سیمې ووتل.
خو له سیمې د نښتو او مرګ ژوبلو راپورونه ورکړل شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو چې د عراق په کُردستان کې یې د خپلواکۍ په اړه له ټولپوښتنې سره مخالفت کړی، وروسته له هغې چې عراقي ځواکونو کرکوک ونیوه، پر دواړو لورو د زغم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې شخړه کې به د هېڅ لوري پلوي ونهکړي.