عبدالله: چارواکي په پکتیا کې د برید په اړه څېړنې کوي

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، امنیتي چارواکي د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ د برید په اړه څېړنې کوي.

نوموړي چې پرون‌ د افغانستان د ملي امنیت له رئیس معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو له سرپرست وزیر ویس برمک سره یوځای ګردېز ته تر برید وروسته سفر کړی و، په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، دا یو جنایتکارانه برید و او له ده سره له کابله تللو چارواکو د پېښې د څرنګوالي په اړه له ځايي امنیتي مسؤلینو سره خبرې کړي دي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"لومړنۍ څېړنې ښيي چې په دې برید کې له څلور موټرو چې چاودېدونکي مواد په‌کې وو، استفاده شوې او ۱۱ ځان وژونکي بریدګر په کې ښکېل وو. څېړنې روانې دي او چې بشپړې شي، خلکو سره به‌یې په اړه معلومات شریک شي."

د سې شنبې په سهار د پکتیا په مرکز ګردېز کې د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ ډله‎ییز برید وشو چې د چارواکو په وینا د دې ولایت د امنیه قوماندان جنرال توریالي عبدیاني په شمول‌یې لږ تر لږه ۲۱ پولیس او ۲۰ ملکیان ووژل او تر ۱۴۸ زیات نور یې ټپیان کړل.

ویل کېږي چې په ټپیانو کې تر ۱۱۰ تنو زیات هغه ولسي خلک شامل دي چې امنیه قوماندانۍ ته د پاسپورټونو په اخیستلو پسې ورغلي وو.

وسله‎والو طالبانو د دې برید مسؤلیت په غاړه اخېستی او د سلګونو افغان سرتېرو د وژلو ادعا یې کړې.

اخوا سعودي عربستان، پاکستان او بریتانیا دا برید غندلی دی.