د پکتیا چارواکي وايي، په دې ولایت کې د بېپیلوټه الوتکې په بریدونو کې ۳۵ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د پکتیا د والي د ویاند عبدالله حسرت له خولې ویلي، د بېپیلوټه الوتکو په دې بریدونو کې چې ډیورند کرښې ته نږدې د انځرګي کنډو پر څلورو ځایونو شوي، ۱۵ تنه نور وسلهوال ټپیان شوي هم دي.
حسرت ویلي چې په وژل شویو کې د ابوبکر افریدي په نوم طالب قوماندان او د دې ډلې څو نور مشران هم شامل دي.
د پکتیا د خلکو استازي مجیبالرحمن څمکني ویلي، د سې شنبې د ورځې برید په داسې مهال شوی چې طالب وسلهوال په سیمه کې د وړمې ورځې د برید د مړو په ټولولو بوخت وو.
د نوموړي په وینا په دې سیمه کې د دوشنبې په ورځ په یوه هوايي حمله کې ۲۰ وسلهوال وژل شوي وو.
تر دې مخکې پاکستاني استخباراتي چارواکو ویلي وو چې د بېپیلوټه الوتکو په برید کې د کرښې هاغاړه د پاکستان په قلمرو کې د وسلهوالو یو مرکز په نښه شوی و، خو وروسته بیا نورو پاکستاني چارواکو رد کړه چې ګوندې دا ډول کوم برید دې شوی وي.