امنیه قومانداني: کابل کې چاودنو یو ملکي وژلی او ۲ سرتېري ټپیان کړي

نن سې شنبه ماښام شااوخوا ۰۶:۳۰ بجې کابل ښار کې د درې چاودنو غږ واورېدل شو.

د کابل ښار د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه چاودنې د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې سپين زر هوټل ته نږدې پر یوې امنیتي پوستې د درېیو لاسي بمونو د غورځولو له امله رامنځته شوي دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د دغو چاودنو په پایله کې یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه تنه نور د پولیسو منسوبین ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

دغه‌راز ښاغلي مجاهد وویل چې تر اوسه څوک نه‌دي نیول شوي او په دې اړه څېړنې روانې دي.

  • پخواني معلومات

شېبه وړاندې د کابل ښار په دوهمې امنیتي حوزې کې له سپین زر هوټل سره چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ محافظتي مرستیال حق نواز حقیار د یادې پېښې په تائيد سره ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د چسپکي ماین له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دغه چاودنه تلفات لري، خو د کره شمېر په اړه یې معلومات ورنه کړل.

په ورته کې په سیمه کې عیني شاهدانو ازادي راډيو ته وویل چې دغه چاودنه تلفات لري خو کره شمېر یې یاد نه کړ.

په ورته وخت کې د جلال اباد ښار په تلاشۍ څلور لارې کې هم چاودنه شوې ده.

د ننګرهار امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې دغه چاودنه د صوتي موادو له امله رامنځته شوې چې هیڅ ډول تلفات نه لري.

د دغه دواړو چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې نن سې شنبې د پکتیا مرکز ګردېز کې د وسله والو طالبانو په ډله ییزو انتحاري حملو کې د چارواکو د معلوماتو له مخې ۴۱تنه وژل شوي او ګڼ نور یې ټپيان کړي دي.