د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت سرپرست وايي هڅې پيل کړي څو له سیم کارټونو د لس فیصده مالیې د راټولولو لپاره شفاف سیسټم جوړ کړي.
شهزاد اریوبي چې نن یې په کابل کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل د ولسي جرګې هرې پرېکړې ته احترام لري، خو توافق ته سره رسېدلی چې د سیسټم تر جوړېدو به مالیه راټولېږي.
روانه اوونۍ ولسي جرګې له سیم کارټونو څخه د لس فیصده مالیې په راټولو کې د درغلۍ له امله دغه مالیه لغوه کړه.
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سرپرست وزیر وايي چې په تېرو دوو کلونو کې له همدې درکه شاا خوا اته اعشاره شپږ میلیارډه افغانۍ راټولې شوې دي.