ایران او روسیه د ایران د اټمي تړون پر سر خبرې کوي

د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزارتونه به په نېږدې ورځو کې د ایران د اټمي تړون پر سر خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف انټرفکس خبري اژانس ته ویلي چې ایرانی سیال یې عباس عراقچي د اټمي تړون د عمل د پلان پر سر د خبرو په خاطر مسکو ته ځي.

ایران او مسکو په داسې حال کې د اټمي تړون پر سر خبرې کوي چې د امریکا متحده ولسمشر ډونالد ټرمپ څو ورځې مخکې د ایران په اړه خپله سټراټیژي واوروله.

هغه له اټمي تړون سره عدم رضایت وښود او په دې اړوند پرېکړه یې د کانګرس پر اوږو واچوله.

ولسمشر ټرمپ دا ګواښ هم وکړ چې د ایران او پنځه جمع یو اټمي تړون بشپړ لغوه هم یو انتخاب دی.