امریکا د عراق په کرکوک کې د تاوتریخوالي له راپورونو اندېښنه لري

د امریکا متحده ایالتونه په کرکوک کې د تاوتریخوالي له راپورونو سخته اندېښنه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر نویرت په یوه بیان کې ویلي چې واشنګتن د کرکوک په شااوخوا سیمو کې د تاوتریخوالو د راپورونو په سبب سخته اندېښنه لري او ښکېلې خواوې د زغم کارولو ته بولي.

درې اوونۍ وروسته له هغه چې کردانو خپلواکي اعلان کړه، د عراق پوځیان پرون دوشنبه کرکوک ښار ته ننوتل او په ځینو مهمو ځایونو کې یې له هغې ډلې یو هوايي ډګر، یوه پوځي اډه او د نفتو یو مرکز نیولی دی.

د عراق حکومت ویلي چې د کردانو پېشمرګه ځواکونو له مقابلې پرته پوځیانو ته سیمې پرېښودې، خو د ځینو راپورونو په اساس په یو شمېر سیمو کې نښتې وشوې.

کرکوک کې د کرد پېشمرګه پوځیانو په ۲۰۱۴ کې ډېره برخه ونیوله.

کردانو وروسته له هغه د عراق او ځینو نورو هېوادونو تُند غبرګون وپاراوه چې د سپټمبر په ۲۵ مه یې د خپلواکۍ په پار ټولپوښتنه وکړه او په نتیجه کې یې ګڼو کسانو د خپلواکۍ لپاره مثبته رأیه ورکړه.