مطفي: ۴ میاشتې وروسته د ټاپي پروژې چارې هرات ته رارسېږي

د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت چارواکي وايي چې تر راتلونکو څلور میاشتو پورې د ټاپي نل لیکه هرات ته را رسېږي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ټاپي نل لیکې له را رسېدو وروسته به په افغانستان کې په دې اړه تخنیکي، ځمکنۍ او هوايي سروې او دغه راز له هغو سیمو چې دغه نل لیکه تېرېږي، د ماینونو پاکولو چارې هم پیلېږي.

ښاغلي مطفي وویل:

"دغه پروژه زموږ په اقتصاد ډېر تاثیر لري، موږ د ټرانزیټ او کار موندنې په برخه کې له دغې پروژې ګټه ترلاسه کوو، امنیت به ولرو، دا ټول هغه مسایل دي چې په ټاپي پروژې پورې تړلي دي."

د ټاپي نل لیکه چې د هرات، هلمند، کندهار، نیمروز او فراه له ځینو سیمو څخه تېرېږي، افغانستان هر کال د دغې پروژې د ټرانزیټ له درکه، شااوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالر عاید ترلاسته کوي.