ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د عراق په کرکوک ښار کې د حکومت او کُرد ځواکونو ترمنځ په روان کړکېچ کې به د چا پلوي ونه کړي.
ټرمپ تېره شپه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، موږ د چا پلوي نه کوو او دا مو هم نه خوښېږي چې دوی په خپلو کې جګړه کوي.
عراقي ځواکونه پرون کرکوک ښار ته ننوتل او د ولایتي شورا دفتر او له ښاره وتلې ځینې مهمې سیمې یې ونیولې.
جګړه پرون سهار پېل شوه او ویل کېږي د ښار زرګونو اوسېدونکي د تېښتې هڅې کوي.
ولسمشر ټرمپ وویل، امریکا هم له کُردانو او هم د عراق له حکومت سره ښه اړیکې لري خو د یوه پرضد به هم د بل ننګه ونه کړي.
کرکوک ولایت چې د تیلو پراخې زیرمې لري په ۲۰۱۴ کال کې د کُرد پېشمرګه ځواکونو لاس ته ولوېد.