مسیدونیا کې سوسیال ډیموکراټ پراخه بریا ترلاسه کړې

د مسیدونیا د سیمه ییزو انتخاباتو په لومړي پړاو کې واکمن ګوند سوسیال ډیموکراټ پراخه بریا ترلاسه کړې او سیال محافظه کار ګوند ته یې چې له تېرو لسو کلونو راهیسې پر دې واکمن و، سخته ضربه ورکړې ده.

د مسیدونیا د انتخاباتو دولتي کمېسیون پرون ناوخته د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړل چې له مخې یې سوسیال ډیموکراټ ګوند د ټولو ښاروالیو له ۸۱ سیټونو څخه ۳۷ ګټلې دي او په نورو ۱۳ ښاروالیو کې ډېر مخکې دی.