افغانستان پرون دوشنبه د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا غړی شو.
افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي چې له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ میلادي کاله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان غړیتوب ته ۱۳۰ هېوادونو مثبتې رأيې ورکړې دي.
د دغه وزارت ویاند احمد شکېب مستغني پر فېسبوک دا خبر خپور کړی او د افغانستان لپاره یې ښه پرمختګ بللی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۷ غړي لري او مقر یې د سویس په ژنیو ښار کې دی.