له ناامنیو کډه شوي د هلمند د نادعلي اوسېدونکي بېرته خپلو کورونو ته ځي

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ له ناامنیو څخه کډه شوي خلک بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

که څه هم د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري عملیات ادامه لري، خو د هغو سیمو خلک چې حکومت نیولي دي، بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

یو شمېر خلک چې کورونه‌يې د هوايي بمبارد او ماینونو له امله په مکمل ډول نړېدلي دي د حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.

دوی وايي په ډېرو کورونو کې لا هم ماینونه پاتې دي، دا چې حکومت دې خلکو سره د مرستې څه پلان لري نور تفصیل‌یې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په دې راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور