عراقي ځواکونه د کرکوک ښار ته ننوتي او مهم ځایونه یې نیولي

عراقي ځواکونه پرون دوشنبه د کرکوک ښار ته ننوتل، د ولایتي شورا دفتر او له ښار وتلي ځیني مهم ځایونه یې ونیول.

کرکوک په۲۰۱۴ میلادي کال کې د کردانو ملېشه یا پېشمرګه ځواکونو ونیو.

د کرکو اوسېدونکوپرون روېټرز خبري اژانس ته وویل چې د عراق امنیتي ځواکونوښار ته له ننوتلو سره سم د کردانو بیرغ چې د روان کال په اپرېل میاشت کې کردانو د عراق د ملي بیرغ ترڅنګ، د ولایت پر ودانۍ ځوړند کړی و، لېرې کړ.

خلکو ویلي چې پر دولتي ودانیويوازې د عراق ملي بیرغ رپېږي.

د کردانو تر واکمنۍ لاندې کرکوک کې پرون سهار نښتې پېل شوې او ویل کېږي چې د ښار زرګونه اوسېدونکي د تېښتې هڅې کوي.

په همدې حال کې ویل کېږي چې د ترکمنانو ډلو د خوشالۍ څرګندولو لپاره هوايي ډزې کولې.

د کرکوک پر ښار چې د تېلو سترې زېرمې لري، کردان او د عراق مرکزي دولت د واکمنۍ ټینګولو هڅې کوي.

د امریکا دفاع وزارت پر دواړو خواوو غږ کړی چې کرار شي او خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په کرکوک کې د نښتو په اړه راپورونو ته اندېښنه لري او پر ښکېلو خواوو یې د کرارۍ غږ کړی دی.

د عراقي کردانو چارواکي وايي چې ولس یې په وروستي ټولپوښتنه کې ، له عراقه د بشپړۍ خپلواکۍ د اعلان ملاتړ کړی، خو د عراق مرکزي حکومت د کردانو ټولپوښتنه رد کړې ده.