د پاکستان استخباراتي چارواکو ویلي چې د کرومې اېجنسۍ د مقبلو په سیمه کې لږترلږه ۲۰ وسله وال د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په راکټي حمله کې وژل شوي دي.
د پاکستان د استخباراتي ادارې دوو چارواکو چې له مطبوعاتو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده،د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط اسوشېټېډ پرېسخبري اژانس ته ویلي چې حمله پرون دوشنبه ماښام شوې ده.
د دوی په حواله، حمله په سمیه کې پر یوه کور شوې چې د حقاني شبکې یو لوي قوماندان سنګین ولي هم په کې وژل شوی دی.