هیومن رایټس واچ د افغان نجونو د تعلیم په اړه خپل ځانګړی راپور خپروي

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان «هیومن رایټس واچ» به نن سې شنبه په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په اړه خپل ځانګړی راپور خپور کړي.

دې سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغه ژمنه چې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته، د افغانو نجونو د تعلیم په اړه شوې وه، نیمګړېپاتې شوې ده.

دا راپور «که ډاکـتره نه شم، ته به ناروغ شې» تر عنوان لاندې خپرېږي چې په کابل، کندهار، بلخ او ننګرهار کې له لږترلږه ۲۵۰ کسانو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی او نن به د کابل په وخت د سهار په ۱۰ نیمو بجو خپور شي.

د بشري حقونو د څارنې د نړیوال سازمان خبرپاڼه وايي، په راپور کې يې د هغو نجونو خبرې خپرې کړي چې ښوونځي ته د تګ امکانات یا اجازه نه لري.

خبرپاڼه زیاتوي چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره هڅې کمزورې او په ځینې سیمو کې د لمنځه تلو په حال کې دي.

د امریکا د متحدوایالاتو د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره وايي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او حکومت د ګډو هڅو په پایله کې ۹ ميلیونه او دوه لکه زده کوونکي په ښوونځیو کې درس وايي چې ۳۹فیصده یې نجونې دي.