د نیویارک یوې محکمې احمد خان رحیمي مجرم اعلان کړ

د نیویارک یوې فدرالي محکمې پرون دوشنبه د نیوجرسي اوسېدونکی احمدخان رحیمي د دوو بمي چاودنو د پلان جوړولو له امله مجرم اعلان کړ.

د نیویارک په منهاتن سیمه کې،تېر کال د سپټمبر په ۱۶مه په یوه چاودنه کې لږترلږه ۳۰ تنه زخمیان شو او دوهم بم چې احمد خان یې په اېښودلو مجرم پېژندل شوی، نه و چاودېدلی.

احمد خان رحیمي ۲۹ کلن او په خټه افغان دی.

هغه په یوه عام ځای کې د چاودنې، ډله ییز تخریب او له وسلې د کار اخېستلو له امله، په عمري بند محکومېدلای شي.

د احمد خان رحیمي محاکمه به د جنورۍ په ۱۸مه پېل شي.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، د هغه وکیلې په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.